افغانستاناقتصاد او رغونه

په لوګر کې روان کال د دوه ميلیارده افغانیو په لګښت ګڼې پروژې پلې شوي دي

د لوګر د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
په دغه غونډه کې د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې پراختیا رئیس مولوي محمدقاسم راشد وویل، چې په تېر یوه کال کې د دې ولایت د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې د داخلي بودجې او د ۲۷ همکارو موسسو پرمټ د ۲میلیارده افغانیو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې۵۸۲ پروژې د پلي کولو، مقدماتي او تخنیکي سروې ګانو سربېره زرګونه بې وزلو کسانو ته نقدي او خوراکي مرستې وېشل شوي او دغه راز۷۰ زره کسانو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه کاري زمینې برابره شوې ده.
راشد زیاته کړه، چې د مرکزاو ولسوالیو په ګډون دغه پلې شوې پروژو کې سلګونه کیلومتره سړکونه د اساسي جوړولو، جغل اچولو او د زرګونو متره استنادي دېوالونو ترڅنګ زر ګونه متره ویالې، کانالونه او کارېزونه جوړ او پاک شوي دي.
د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي میرویس وحیدالله د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست او له همکارو موسسو مننه وکړه، چې په دې مهمو حالاتو کې د دې هېواد د آبادۍ، د ولسونو د هوساینې، بې وزلو د لاسنیوي ترڅنګ زرګونو کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *