افغانستانروغتیا

په هېواد کې د ملاریا له منځه وړلو لپاره ګړندۍ هڅې

د عامې روغتیا وزارت پرون « د پانګونې، نوښتونو او کړنلارو د پلي کولو له لارې د ملاریا محو» تر شعار لاندې د اپرېل ۲۵مه (د ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ) ونمانځله. په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوې غونډې ته د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو معین حبیب الله آخندزاده، وویل: په ۲۰۲۲م کال کې د ملاریا ۲۴۷ میلیونه پېښې د ملاریا په ۸۴ اخته هېوادونو کې اټکل شوې وې او د قضیو شمېر د ۲۰۲۰م کال په پرتله شاوخوا دوه میلیونه ډېر دی چې ۹۵ سلنه پېښې په افریقا پورې اړه لري.د هغه په وینا، په ۲۰۲۲م کال کې د ملاریا له لوړ خطر سره مخ ولایتونو کې څه د پاسه دوه میلیونه او ۲۷۹ زره پشه خانې (د مچیو جالۍ) وېشل شوې دي. آخند زاده ډاډ ورکړ چې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ملاریا بشپړ له منځه وړولو ته ژمن دی او په ورته وخت کې له ملي او بین المللي شریکانو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې دې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي ادارې (یو.ان.ډي.پي) استازې مېرمن ثریا په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتیایي برخه کې د دې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې دغه اداره د افغانستان له عامې روغتیا وزارت او خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. په همدې حال کې، د روغتیا نړیوال سازمان استازي محمد اختر وویل: په ۲۰۲۲ م کال کې، افغانستان د ملاريا ۱۲۵ زره ۷۸۸ پېښې راپور کړې وې چې د ۲۰۲۱ م کال په پرتله شاوخوا ۴۵ سلنه زياتوالی ښيي. هغه زیاته کړه: د ملاريا د وروستي نړيوال راپور له مخې چې د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر مياشت کې خپور شو؛ ملاريا په ۲۰۲۱ م کال کې له ۶۱۹ زره کسانو ژوند اخيستی دی. د هغه په وینا، د نړیوال روغتیایي سازمان راپور په ختیځې مدیترانې حوزه کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۱ م ترمنځ، د ملاریا اټکل شوې پېښې ۳۸ سلنه او د ملاریا له امله د مړینو اټکل شوي شمېر ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د روغتيا نړيوال سازمان استازي، پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې د ننګونو د هوارولو او په افغانستان کې د ملاريا د له منځه وړلو په برخه کې د خپلو ژمنو او د عمل د بيا تازه کولو لپاره اقدام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د مسئولینو د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۲ م کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ملاريا ۱۲۵ زره ۷۸۸ پېښې ثبت شوې چې ۹۰ سلنه یې له ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان څخه راپور شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې په هېواد کې د ملاریا په پېښو کې ۶۷ سلنه کمښت راغلی و، خو په ۲۰۲۲م کال کې د پېښو شمېر د ۲۰۲۱ کال په پرتله، ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *