لیکنېمقالی اوتبصرې

په هېواد کې له سرتاسري امن څخه د خلکو ملاتړ

د ځېنو ولایتونو اوسېدونکي وایي، د اسلامي امارت د حکومت په راتګ سره په افغانستان کې امن او امنیت تر پخوا ډېر ښه شوی دی او هېڅوک په دغه برخه کې د ویرې احساس نه کوي.
دوی زیاتوي، د هېواد هغه سیمې چې په تېر کې نا امنه وې او خلک به په ډاډه زړه نه شول ورتللای او د ډار احساس به یې کاوه اوس هغه سیمو ته په ډاډه زړه ورځي.
د کونړ اوسېدونکي جابر خان شریعت ورځپاڼې ته ویلي: «په تېر حکومت کې امن تر ځېنو سیمو محدود و؛ خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې سوله او امنیت دی؛ ځکه کومې چاودنې چې په تېر کې کېدلې د بهرنیو کړیو لاسونه دې هېواد کې را دننه شوي وو او څه چې هغوی غوښتل هغه به یې کول؛ خو د اسلامي امارت د حکومت په راتګ سره د هر چا د شومو پلانونو مخه ونېول شوه اوس شکر په ټول هېواد د امن څادر خپور دی او خلک په ډاډه زړه په هر سیمه او دره کې ګرځېدلی شي.»
د ننګرهار اوسېدونکي شاکرالله شریعت ورځپاڼې ته وویل: «د اسلامي امارت په حکومت کې هغه څه، چې موږ یې غوښتونکي و اوس یې په خپلو سترګو ګورو هغه امن دی.
شل کاله وشول د امن او سولې چغې وهل کېدې؛ خو د امنیت څرک نه و. نن یو ځای چاودنه، سبا بل ځای چاودنه، قومي مشر یې مړ کړ، ډاکتر یې شهید کړ، بس ټول د مرګ خبرونه و.اوس چې د اسلامي امارت حکومت حاکم دی په ډاډه زړه ویلای شم، چې د ننګرهار په شمول په ټول هېواد کې امن دی.»
عاقل لغمانی وایي: «ورځ او شپه به نه وه معلومه جګړه به وه، هېڅ ځای ته به په ډاډه زړه نه شو ورتللای؛ ځکه نا امني وه، وژنې وې، تښتول و. اوس چې د اسلامي امارت حکومت راغلی د دغه ټولو پېښو مخه نېول شوې. چاودنې، وژنې او تښتونې نشته که څوک وتښتول شول افغان ځواکونه یې ډېر ژر پیدا کوي. مخکې چې به څوک وتښتول شول میاشتې او کلونه به د تښتونکو سره و او له کورنیو به یې پیسې غوښتلې، اوس شکر ارامه ارامي ده او له هېڅ شي ویره نه لرو؛ ځکه زړور او پر وطن مئین ځواکونه لرو.»
دا چې د اسلامي امارت د حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې امن دی او هېچا ته خطر نشته د دې حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په شمول ټولو مشرانو په بار بار ویلي، چې د دوی په راتګ سره د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې بشپړ امنیت راغلی. څه وخت مخکې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته ډاډ ورکړ وو، چې په افغانستان کې مثالي امن او امنیت رامنځته شوی دی.

پامیر وطنوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *