دینې لیکنې

په ټولنه کې د دين ارزښت

هغه مهال چې په ټولنه کې خدای پالي او ديندار وګړي زيات شي،نو هغه يوه دينداره ټولنه بلل کېږي. دينداره ټولنه د الله تعالی په رالېږلو اصولو او قوانينو کلکه ولاړه وي، هلته هر فرد زيار باسي،چې د نېک عمل، اخلاص، صداقت، وفا، ترحم او نورو د خدمت په واسطه خپل خدای راضي کړي، نو کله چې يو ولس دغسې نېک چاري عناصر ولري،چې هر فرد يې خپله د ښېګڼې تلوسه اوله بديو د ځان ژغورولو جذبه لري، نو هغوی خوبه حتماً د الله تعالی د ټاکلي او خوښ کړي دين د اسلامي شريعت، ګرد سره ټولنيز اصول او د برياليتوب هغه نادر او قيمتي اساسات هم په نظر کې نيسي،چې په همدغه دين کې يې ډېر ټينګتن شوی. اسلام بې شکه تر وروستي بريده ټولنيز دين دی. د اسلام په ټولو شعايرو او مذهبي مراسمو کې د اجتماعيت داسې څرګند اصول راغلي چې هېڅکله يې په نورو مذاهبو کې څرک نه ليدل کېږي. اسلام وايي ټول انسانان د يو پلار خېلخانه ده، پرته له تقوا او عمله هېڅوک د قوم، ژبې، نسل، رنګ، مال يا بل څه له درکه پرنورو فضيلت نه لري. نو ګردو سره بشري خواخوږي، همدردي او تر خپله وسه رابطه او مرسته لازمه ده خو کومو وګړو چې په دې ځمکه کې الهي اصول منلي او د خپل ځښتن په غوره دين کې شامل شوي، هغوی بيا يو د بل وروڼه او خپلو کې زښته ډېر حقوق سره لري، قرآن مجيد وايي: يعنې ټول مؤمنان پرته له وروڼو بل څه نه شي کېدای، نو پر دې اساس دا لارښوونه د نړيوالې ورور ګلوۍ يو قوي اصل کېدای شي ،چې ګرد بشر عموماً او مسلمان خصوصاً زښته ډېر سره نږدې کوي. تر دې وروسته پنځه وخته لمونځ وګورئ چې د يو کلي ځوانان، بوډاګان، خانان او غريبان څنګه يوه کتار کې درېږي، يو کس ترمخ کوي چې تر ټولو يې علم زيات او د دوی لپاره امام او مشر جوړ شي، ټول به د هماغه په امر درېږي، رکوع ، سجده کوي او بيا به لمانځه نه وځي او سلام ګرځوي، په شپه او ورځ کې پنځه وارې عملاً همدغه درس ورکول کېږي. د جمعې، اخترونو او جنازې لمونځ همدغسې درواخلئ. په حج کې به هم يو امير وي د هماغه په امر به ټول مراسم تر سره کېږي. روژه به هم په کال کې يوه ټاکلې مياشت هر وګړی نيسي، داسې نه چې څوک نن، څوک يې بله مياشت او ځينې يې بل وخت نيسي. د ښځې خاوند او کورنۍ د انتظام لپاره هم لارښوونه شوې او نارينه يې د ټولو بهرنيو چارو او مهمو معاملو واکمن ګرځولي. مطلب دا چې په انتهايي دقيقه او حکيمانه توګه يې د ټول بشريت لپاره جامع، حکيمانه او داسې ګټور قوانين وضع کړي چې په کامله توګه د هغوی لپاره د سوکالۍ، هوساينې او خوښۍ ضمانت ورکوي. نو پر دې اساس واقعاً دا حقيقت د لمر په شان څرګند دی،چې دينداره ټولنه کې فتنه، فساد او جرايم تر آخري بريده کمېدای شي او يوه داسې منظمه ورور ګلوي منځ ته راځي چې له امله يې هر فرد، کورنۍ او ولس په ډېرې هوسايي او سوکالۍ ژوند کولای شي. بې شکه دين په يوه ټولنه کې همدغه شان بدلون راولي. تاسې وګورئ د عربو ټولنه د اسلام له منلو ړومبی په څه اندازه جاهله، ظالمه او بد مرغه وه؟ علم نه و، دولت او ثروت نه و، خلکو ژوندۍ لوڼې خښولې، داړې، شوکې، لاروي او مسافر ازارول عام وو، غلا، زنا، قتلونه او قومي جګړې دوديزه مشغله وه، خرافي عقيدې، غلطې انګېرنې، پوچ خيالات اوهام، غلط او بې ګټې رواجونه داسې واکمن وو چې خلک يې د وچو ګاڼو سجدې ته ايسار کړي وو،خو کله چې د اسلام بختور، روښانه او نېکمرغه دين راغی نو له هماغې وحشي ټولنې يو داسې ولس جوړ شو،چې مثلاً د پسه يو سر په اوو کورو وګرځېد، یوبل ته يې د خيرات او ښېګڼې په دود ولېږه څو چې بالاخره بيا هم ړومبي کورته ولېږل شو چې ښايي همدوی به ډېر محتاج، وږي او بې وزلي وي. له هماغو خلکو داسې شخصيونه جوړ شول چې کله به يو کس له څه مودې مسافرۍ نه راستون شو، نو له هرڅه مخکې د لور پوښتنې ته ورتلو.يقيناً دا انقلاب همدې اسلام راووست او د همدې دين برکت و چې کله يوه غزا کې پرڅو ټپيانو يو جام او په وګرځېدې، هر يوه به نورو ته ست کاوه چې ښايي تر ما به زيات تږي وي خو چې څو به هغه ته رسېدلې نو سا به يې ختلې وه او چې بيا يې ړومبي کس ته راوړې هغه هم ستګرې پټې کړې وي اوبه هماغسې پاتې او دوی د خپل ايثار او لورينې له امله ټول تږي ولاړل!
هو زموږ د سپېڅلي دين په تاريخ کې داسې ډېرې له تعجبه ډکې پېښې دي چې د اخلاص، صداقت، پېرزوينې، خيرخواهۍ، ورور ګلوۍ او وفا بې درکه ښکلي انځورونه راښيي. په هر صورت موږ ويلای شو چې دين په يوه ټولنه کې ژور او هر اړخيز اغېزلري. نظم او تړاو راولي، همدردي او خواخوږي ته يې هڅوي، د فساد او جرايمو مخه نيسي او په نتيجه کې د هر وګړي ژوند هوساينې، نېمګرغۍ او سکالۍ ته رسېدلای شي. خو بل خوا بې دينه ټولنې په زرګونو ستونزو اخته وي، د مورو پلار عزت نه وي، د مېړه او مېرمنې ترمنځ وفا او محبت نه وي، خپلوي او اخوت نه وي هر سړی دا هڅه کوي چې نور استخدام او استثمار کړي، د سود له پېټي يې لاندې او په دې ډول خپله شتمني زياته کړي. هلته اعتماد نشته، صداقت نشته ډاډ او سکون نشته تردې چې ډېر سوکاله سړی هم پرته له دارو درملو خوب نه شي کولای او حتماً به داسې کېږي، هر فرد او هر ولس به ضرور له همدې برخليک سره مخامخ کېږي ځکه له دينه وتل له دې ټول فطرت، طبعيت او عام کائناتي نظامه سر غړونه ده، دومره لوی باغي يقيناً د فطرت له محاکمې نه ځان ژغورلای شي او نه يې د مخالفت ا و جګړې زور لري.

يونس روهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *