افغانستان

په کابل کې د ۵ فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د ۵ فرعي سړکونو جوړولو د چارو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ۵مې ناحیې د ۳۷ ګذر اړوند د آغا صاحب جومات سیمه کې د ۵ فرعي سړکونو د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر (UNOPS) په مالي مرسته پیل شوې.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ۵مې ناحیې رئیس مولوي ابوبکر د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې په دې سیمه کې د سړک غاړې لښتیو په ګډون، په ټولیزه توګه د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي ۵ فرعي سړکونه جوړېږي، چې ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او سیمه ییزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادولو وړ ده چې، د دې پروژې په پلې کېدو سره سلګونو ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *