افغانستان

پکتيا کې ۷ ګرځنده روغتيايي ټيمونو فعالیت پیل کړ

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د مرکز ګردېز په ګډون زرمت، ډنډې پټان او وزې ځدراڼ ولسواليو کې ۷ ګرځنده روغتيايي ټيمونو په فعاليت پيل وکړ.
د دغه ولایت د عامې روغتيا رئيس صدرالدين عزام باختر آژانس ته وويل، چې دغه ګرځنده ټيمونه د ادا AADA مؤسسې په مالي ملاتړ د ٣٥٦ زره او ٥١٤ امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او تمويلېږيچې د يادو ولسواليو هغو سيمو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، چې خلکو یې روغتيايي آسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود.
د عزام په وينا دغه روغتيايي ټيمونه به د مور او ماشوم تغذيې، واکسين او نورو ورته برخو کې خدمتونه وړاندې کوي او په پام کې ده، چې راتلوونکي کې په ځایي ټيمونو بدل شي.
ورته مهال د ادا AADA مؤسسې ساحوي مسوول خان آغا مياخېل وايي، چې دغه ګرځنده ټيمونه به د مور او ماشوم لپاره روغتيايي برخه کې خدمتونه وړاندې کوي او هڅه کوي چې په نورو سپينو ساحو کې هم ورته روغتيايي ټيمونه جوړ او فعال کړي.
د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې په دې ولايت کې تر اوسه ټول ۲۵ نوي ګرځنده روغتيا ټيمونه جوړ او په فعاليت يې پيل کړی چې په بېلابېلو ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې خدمتونه وړاندې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *