افغانستان

پکتیا کې ۷۷ تومانچې ضبط شوې

د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې ځواکونو یې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۷۷ میله تومانچې کشف او ضبط کړې دي.د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه د ډنډ پټان ولسوالۍ امنیتي ځواکونود ګزمې پر مهال ۷۷ میله امریکایي بریټا تومانچې چې په غیر قانوني ډول قاچاق کېدلې کشف او ضبط کړې دي.د مسوولینو په خبره قاچاق کوونکي له سیمې تښتېدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي.د یادونې وړ ده، چې ضبط شوې تومانچې د دغې ولسوالۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې آمریت ته انتقال شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *