افغانستان

پکتیکا کې زلزله ځپلو ته ۵۰ کورونه جوړ شول

پکتیکا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونو او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت ۵۰ کورونه Cwsa موسسې په مالي ملاتړ جوړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي مطیع الله منصور وایي، چې په آسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړېوالې ادارې له لوري په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کورنیو ۵۰ کورونه جوړ شول، چې هر کور دوه د استوګنې خونې، یو دهلېز او یو پخلنځی لري.
منصور زیاته کړه، په هر کور ۲۱۶ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې چارې یې د دوو میاشتو يه موده کې بشپړې شوې دي.
هغه وویل، چې له دې نه مخکي هم یو شمېر زلزله ځپلو ته د خیریه بنسټونو له لوري کورونه جوړ شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *