افغانستان

پکتیکا کې 4 ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت څلورو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي.د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسؤلینو په وینا، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په یوسف خېلو او ګومل ولسوالۍ کې د سویډن موسسې په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځيو د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.د مسؤلینو په خبره، هره ودانۍ به ۳ درسي او یوه اداري خونه، دوه تشنابونه او یوه د اوبو رسولو شبکه ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *