لیکنېمقالی اوتبصرې

ځان پېژندنه

دا یو څرګند حقیقت دی چې الله عزوجل دا ټول کائنات آ سامانونه، ځمکه، ستوري، عرش، کرسی، سمندرونه، ونې، غړونه، ټول ژوي، ملایکان، پېریان، انسانان او هرڅه د خپل ژور حکمت، علم او عظیم قدرت له مخې منځ ته راوړي او هست کړي یې دي. بیا یې په دې واړه مخلوقاتو کې انسان یو داسې موجود خلق کړی چې د دې ټولو موجوداتو سردار او استعمالونکی یې ټاکلی، دومره پوهه، کمال او برلاسی یې ورکړې چې د دې ټولو شیانو د استعمال او استخدام وړتیا او قابلیت په کې دی. داسې ژبه او خبرو کولو مهارت لري چې د خپل ضمیر پېچلي مفاهیم نوروته څرګندولای او هر ډول غوښتنه ترې کولای شي. همدارنګه د عقل او شعور داسې یو جوهر یې په کې اېښی چې د ښو، بدو، ګټې او تاوان پوره پوره بېلتون کولای شي. د بشر د چاپېریال هر ډول واړه او غټ، کمزوري او پیاوړي موجودات ټول د ده ګټې او استعمال لپاره دي زموږ د سپېڅلي دین په زرینو نصوصو کې هغه ته د اشرف المخلوقات لقب ورکړای شوی او په ځمکه کې د کائناتو د بشپړ واکمن او پالونکي د نایب مقام یې ګټلی. الله عزوجل په خپل بختور او جامع کتاب قرآن مجید کې انسان ځای په ځای متوجه کړی چې له هرڅه مخکې د خپل پیدایښت په هکله فکر او سوچ وکړي چې دی څرنګه له یو ځاځکي اوبو د مور په ګېډه کې د یو کامل بشپړ انسان مرحلې ته ورسېد، له یوې ټاکلې مودې وروسته د الله تعالی په کامل قدرت نسبتاً یوې پراخې ساحې ته راووت، چې دا مهال ډېر کوچنی ماشوم او څومره بې وسه او ناتوانه شی و. بیا ورو ورو غټېده او لویېده، عقل او بدني ځواک یې زیاتېده او د ځوانۍ او کمال تر پوړه ورسېد. وروسته پوخ سړی او بالآخره تر بوډاتوب ورسېد. د خپل بدن داخلي کمالاتو، د اعضاؤ مهارتونو او د ننه وجداني احساساتو او هلته د ښه والي او بدوالي اخ وډب ته دې فکر وکړي چې دا د کوم حکیم علیم او قدیر ذات کاریګري ده؟ دا انسان چا د عدم له تیارو د موجودیت ډګرته راوستو او تر دې پړاوه یې چا روزنه او پالنه وکړه. له دغسې کمالاتو او هنرونو ډک یو موجود به یې د څه لپاره هست کړی وي، څه به ترې غواړي، څه لارښوونې به یې ورته کړې وي، له څه به یې منع کړی او په څرنګه وظایفو به یې ګمارلی وي. دا د هر انسان ذمه واري ده چې کله الله تعالی ټول شیان د انسان د ګټې لپاره پیدا کړل او د هغو د استعمال او استخدام هنر يې ورزده کړ، نو آخر خپله دی یې د څه مقصد لپاره پیدا کړی دی، دا دومره لوی پروګرام خو هم عبث نه دی جوړ شوی او هغه حکیم او علیم ذات چې په دومره لطافت او بې شانه حکمت یې دا نظام منځ ته راوړی څرنګه یو عبث کار وکړي؟ دا څنګه ممکنه ده چې څه انجام ته یې ونه رسوي او کومه نتیجه ترې وانخلي؟ په دې ډول ګڼ سوالونه د انسان مخ ته پراته دې چې ځواب یې بايد پیدا کړي، ښه فکر او څېړنه په کې وکړي او بالآخره د خپل ځان لپاره د بري، نېکمرغۍ او خوشحالۍ لاره ومومي. په همدې اساس ویلای شو چې د ځان پېژندنې په نتیجه کې خالق پېژندل کېږي، د هغه د عظیم قدرت، حکمت او علم ژور والي، پراخي او هر اړخیز توب را څرګندېږي او په پای کې انسان خپل ذمه واري پېژندلای او همېشنۍ خوښي او بریا ګټلای شي. همدغه د ځان پېژندنې هڅه د انسان پرمخ د پوهنې او معلوماتو دروازې پرانیزي او خورا د سترو ګټو ترخزانو یې لارښوونه او لاس نیوی کوي.
که انسان په واقعي توګه لهه خپل خدای ورکړي عقل او شعوره کار واخلي نو خپله به تر ډېره بریده ښه او بد هم سره بېل کړي، د خپل خالق او مالک حق به هم وپېژني او چاپېریال سره اوسېدو مناسبه طریقه به هم په ښه توګه معلومه کړای شي. هو، که رښتیا هم یو انسان په دې پوه شي چې زه له څومهمو توکیو جوړیم؟ بدن، غړي،غوښې او هډونه مې څرنګه او څه ډول جوړ شوي، کارونه یې څه دي؟ غواړي څه او کومو شیانوته اړتیا لري؟ روح څه شی ده؟ کمزورتیا او پیاوړتیا یې په څه کې ده او مړاویتوب او ښېرازي یې له کومه درکه منځ ته راځي؟ نفس څرنګه شی دی؟ غوښتنې یې څه دي؟ سمون او قابو کېدل یې په څه شان دي، ناړرامي او بغاوت یې کله منځ ته راځي. او بالآخره بېدولکه یو پردی ناړامه، ظالم، بدخویه او بد نیته مشاور دا څوک یا څه شی دی چې پټ پټ مې بلاوران کاریو، ظلمونو، دښمنیو، حسد، حرص او قسماقسمو نارواوو ته هڅوي، مشورې را کوي او یوه شېبه یې هم له وسوسو یې غمه نه یم؟ له دې بلا سره څه ډول چلند وکړم، که مشورې یې منم، یوه کې یې هم څه ګټه او خیر نشته، که نه یې منم هم ځان نه شم ترې خلاصولای. څه وکړم چې د هغه له شره ځان وژغورم؟ چاته پناه ور وړم او کوم تدبیر مې بچ کولای شي؟

یونس روهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *