لیکنېمقالی اوتبصرې

ځنگلونه د هېواد طبیعي شتمني ده

ځنگلونه په حقیقت کې د هیواد طبیعي شتمنۍ ده په ساتنه او پالنه کې یې هیوادوال هم ګډ مسوولیت لري، البته سمسور ځنگلونه او زرغونی سیمی د هر هیواد په ښکلا او دچاپیریال په هراړخیز خوندیتوب کې هم ستر ارزښت لری، ځکه همدا ځنگلونه د ژمی په موسم کې د واورو انبارونه په خپلو غیږوکې ساتی او بیا دپسرلی په مهال د غرونو په رگونو کې ننوزی، دکاریزونو او دچېنو داوبو دزیاتوالي لامل گرځي اوپه ټولیزه توگه ژوندیو موجوداتو ته ژوند ، خوند ، رنگ او ښکلا وربخښی او هم دخطرناکوسیلاوونو د راوتلو مخه نیسي ، له شک پرته چې دطبیعی منابعو په لړکې ځنگلونه هغه ستره پانگه او شتمني بلل کېږي چې دملی اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوی ، له بله پلوه دهیواد د چاپیریال په پاکوالي کې هم ستر ارزښت لری ، البته زمونږ په گران هیواد کې ددغی شتمنی دساتنی ، ودی او پراختیا له پاره د ځنگلونو دساتنی او څارنې په موخه مسوول ارگانونه گمارل شوی او په دی برخه کې په هراړخیزه توگه هڅه اوهاند کوی او ددی ترڅنگ خلک هم باید د ځنگلونو په ساتنه ، وده او پراختیا کې فعاله ونډه واخلی ، چې له بده مرغه په تیرو څو کلونو کې زمونږ په ټول هیواد کې ډیری ځنگلونه په مختلو طریقو (دځینو بهرنیو هیوادونو دمغرضو کړیو او دهیواد د زورواکو ترمنځ د جوړښتونو او سازشونو له امله) له منځه وړل شوي دي ، البته زمونږ په هغو ولایتونو کې چې تریوه حده ځنگلونه شتون لری د مسوولو ارګانونو او ځایي خلکو له خوا باید دهغې څارنې ، پالنې او پراختیا ته ډیره پاملرنه وشي او له وهلو څخه یې خو باید په جدي ډول مخنیوی وشي ځکه چې ځنگلونه د هیواد ملي او طبیعي شتمنی بلل کېږي، نو په حقیقت کې ددغه ملي شتمنۍ ساتنه او څارنه د هرپتمن هیوادوال انساني وجیبه ده ، البته دغه ځنگلونه به هغه وخت زمونږ د اړوندو ولایتونو د پتمنو او غیرتمنو خلکو پراقتصادي او عایداتي ژوند مثبتې اغیزې وکړي چې په هراړخیزه توگه یی کلکه ساته او څارنه وشی اوترڅنگ یی هم د هغو له لرگیو څخه دسمې گټې اخیستلو په موخه په بیلا بیلو ولایتونو کې فابریکې جوړې شي ، نوبې له شکه که چېری د هیواد د ځنگلونو د ساتني ، ودې او پراخیتا له پاره جدي او هراړخیزه پاملرنه ونه شی نو په یقین سره ویلی شو چې د اړوندو ولایتونو ښکلي ځنگلونه او سمسورې سیمې به په بشپړه توگه په سپیرو ډاگونو بدلې شي او په دې توگه به نه یوازی قدرمن هیوادوال دخپلې اقتصادي پیاوړتیا سرچېنې او شتمني له لاسه ورکړی، بلکې د داسی یو چاپیریال خاوندان به شي چې ژوند کول به هم په کې ستونزمن او حتی ناشوني وي ، پردي بنسټ ډیره اړینه او ضروری ده چې د اسلامي امارت اړوند مسوول ارگانونه باید د ځایي اوسیدونکو په بشپړه همکاري د هیواد په گوټ گوټ کې طبیعی ځنگلونه چې بیت المال او دگران هیواد د هر وگړي شتمني بلل کېږی ، دله منځه تللو له خطرونو څخه وژغوري ترهغو چې دغه ځنگلونه چې په حقیقت کې د چاپیریال په پاکوالی او د وگړو دروغتیا او سلامتیا په خوندیتوب کې ستر اومهم ارزښت لری له هراړخیزو گواښونو او نابودي څخه وژغورل شي او دهیواد په گوټ گوټ کې د ځنگلونو دساتنی ، ودی ، احیا او پراختیا له پاره ځانگړې او جدي پاملرنه وشی، همداشان ځایی اوسیدونکي هم باید د ځنگلونو دساتنی او څارنی په برخه کې د اسلامي امارت له مسوولو ارگانونواومراجعو سره په پرله پسی ډول خپله مرسته او همکاری جاری وساتی ترهغه دغه ځنگلونه چې د هیواد طبیعی اوملی شتمنی بلل کېږی او دهیواد دملی اقتصاد په پیاوړتیا کې ستر ارزښت لری ، نوساتنه یی هم په حقیقت کې د هرهیوادوال انسانی وجیبه ده ، پردی بنسټ په هرراز شرایطو کې باید هیچاته ددې اجازه ورنه کړل شي چې ددغه ملي شتمني له منځه وړلو سبب شي. په دی هیله چې په ټولیزه توگه ټول هیوادوال د ملی او هیوادني سپیڅلي احساس له مخی هڅه وکړي چې د اسلامي امارت د اړوندو مسوولو ارگانونو سره د بشپړې مرستې او همکاری له مخې دهیواد په گوټ گوټ کې موجوده ځنگلونه دنابودي له شته خطرونو څخه وژغوري او په دی توگه د چاپیریال په خوند یتوب کې خپله ونډه په بشپړه رښتینولی ادا کړي تر هغه چې له امله یې هیواد مو په هراړخیز ډول سمسور او د ژوندانه چاپیریال مو هم له هره پلوه تل
خوندي شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close