افغانستان

ځوانان باید د پردیو د فکري اشغال په مخنیوي کې خپل مسووليتونه ادا کړي

د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ځوانانو لپاره د روښانه راتلونکي تر عنوان لاندې جوړ شوي سیمنار کې وویل، چې ځوانان باید د پردیو د فکري اشغال په مخنیوي کې خپل مسووليتونه ادا کړي.
راشد زياته کړه، چې اسلامي امارت د خپلو ټولو هېوادوالو مشروع غوښتنې اوري او عمل پرې کوي. نوموړي دغه راز له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د پردیو په پوچو تبلیغاتو ونه غولېږي او لکه څنګه چې د شل کلن اشغال په وخت کې د اشغالګرو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړه اوس هم ټولو ځوانانو ته په کار ده، چې د پردیو د فکري اشغال په مخنیوي کې خپل مسووليتونه ادا کړي.
نوموړي زياته کړه، چې زموږ هېواد پراخې زېرمې لري ځوانانو ته په کار ده، چې تحصیل او زده کړې وکړي ترڅو د خپل هېواد په رغونه کې ونډه واخلي.
په دغه سيمنار کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نورمحمد حنیف راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت د خپلو ولسونو د قربانیو ستاینه کوي ځکه همدې ولسونو د اشغال په هره دوره کې د مجاهدینو ملاتړ کړی او د هېواد په آزادۍ کې یې ستره ونډه اخیستې ده.
د دغه سيمنار په پای کې قاري محمد یونس راشد د ځوانانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *