چارواکي:پکتيا کې د ځنګلونو وهلو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه اخيستل شوي
د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ځنګلونو د مخنيوي لپاره یې ۵۰ کسيزه شنه قطعه جوړه کړې، چې په بېلابېلو ساحو کې فعاليت لري او د ځنګلونو د پرې کولو مخنيوی کوي.
د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ځنګلونو د مخنيوي لپاره یې ۵۰ کسيزه شنه قطعه جوړه کړې، چې په بېلابېلو ساحو کې فعاليت لري او د ځنګلونو د پرې کولو مخنيوی کوي.
د پکتيا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس عبدالروف سعيد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې د اسلامي امارت له راتګ سره په دې برخه کې کوټلي ګامونه اخيستل شوي تر څو دغه ځنګلونه وساتل شي.
سعيد زياتوي، چې په دغه ولايت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په ټولو ساحو او ولسواليو کې د ځنګلونو ساتنې په برخه کې کارکوونکي لري، چې د ځنګلونو له پرې کولو مخنیوی کوي.
د يادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د دغه ولايت په ميرزکه ولسوالۍ کې د ځنګلونو د پرېکولو د مخنيوي په موخه قومي تړون هم رامنځته شوی وو، چې له مخې يې څوک نه شي کولای ځنګلونه ووهي.