بېلابېلې لیکنېلیکنې

څوک چې وړاندې نه ځي؛ بوډاتوب به ويني

روغتیا یو داسې نعمت دی، چې باید د عمر په هر دور کې یې قدر وشي؛ خو معلومه خبره ده، چې زیاتره وګړي په ځوانۍ کې د صحت د قدر پر ځای بې قدري کوي او د روغتیايي اصولو پر خلاف کړنې کوي. سره له دې چې ماشومتوب هم په بې غوري او بې احتیاطي کې تېر شوی وي او یوازې مور او پلار زمونږ د روغتیا خیال ساتلی وي؛ حال دا چې هغوی ته هم د روغتیا په اړه پوره معلومات نه وي؛ نو ځکه زمونږ د بدن روغتیايي سییستم هم سم نه وي او کله چې بوډاتوب (زړښت) ته ورسیږو؛ نو بېا د روغتیا او ښه صحت چیغې وهو؛ ځکه د انسان د عمر له زیاتوالي سره د هغه وجود، عضلې او هډونه له کاره غورځي او ناروغۍ یې ډیریږي، په همدې سبب بوډاتوب ته (ضعیف العمری) هم وايي.
خو ډېره بده یې دا ده، چې یو کس ۳۰، یا ۴۰ کاله عمر ولري او د هغه وجود په تمامه معنی بوډا شوی وي او نیکمرغي بېا دا ده، چې یو تن د خپل ژوند له ۵۰ او ۶۰ پسرلیو لیدلو وروسته هم د زړښت احساس نه کوي او وجود یې د ځوان په څير فعال وي.
نو د همدې نیکمرغۍ د ترلاسه کولو له پاره لازمه ده، چې د عمر په هر دور کې پر روغتیايي سپارښتنو لازم غور وشي؛ تر څو زمونږ وجود هر وخت له ارام او سکون سره مل او ملګری وي.
د دې له پاره چې تل روغ واوسیږو؛ لازمه ده چې له هر څه وړاندې د خپل ژوند تېرولو طرز ته فکر وکړو.
زیاتره وګړي چې په کلیو او یا ښارونو کې له خپلو کورنیو سره ژوند تېروي؛ د خوراک، څښاک، پوښاک، خوب، ناستې، پاستې او تګ راتګ په عادتونو کې صحي لارښوونو ته هیڅ پاملرنه نه کوي، چې وروسته یې زیان ویني او یوازې افسوس کوي.
کم او ښه خوراک د ښې روغتیا،
برابر خوب د سکون،
ښه څښاک د روغ بدن،
او زیات ورزش (د عضلاتو تګ راتګ) د زیاتې ځوانۍ ضمانت کوي.
له پورتنیو لارښوونو پرته په ځوانۍ کې د زیات ورزش، فزیکي فعالېت او تل د منډې وهل هغه څه دي، چې تاسې سره په ځوانۍ او د زړښت په ژر نه راتګ کې مرسته کوي.
ورزش ان په بوډاتوب کې هم مهم دی؛ ځکه په زړښت کې نور فزیکي فعالیتونه کمیږي؛ نو که زیاته او تېزه منډه وهل مو له لاسه نه کیږي؛ لازمه ده چې نارمل او د قرارو قدمونو پلي تګ وکړئ؛ ځکه روغتیا پالان وايي: څوک چې وړاندې نه ځي؛ بوډاتوب به ویني.

ژباړه: ډاکټر زاهد نايل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *