ادبنثرونه

چیلک انداز

– هیواد :

د اوپيک د سرمشریزې په پیل کې احتجاجونه شوي .

– چیلک انداز :

نو په دې ډز او غپ کې به  هرو مرو  ورسره د شړشمي  تیلو قېمتونه هم آسمان ته و خېژي !!!

– د جاپان د دفاع وزیر :

د شمالي کوریا بالستیک توغندي د امریکا خاوره ویشتلی شي .

– چیلک انداز :

تر اوسه خو خیر او خیریت دي  ، نو بیا ولې بې وخته دا  د  امریکا غریب او مظلوم ولس  پرې ډاروئ !!!

–  یوناما

یوناما له ٢٨ میلیونو افغانانو سره مرستې کوي .

– چیلک انداز :

چې دغه خبره به رښتيا وي که دروغ ؟؟؟!!!

هسې نه چې هاغه د اشرف غني د څلور کیلو غنمو مرسته شي !!! (( چهار کیلو ګندم برای  گوشنه گک ها )) !!!

– افغان جرمن اینفو :

اروپا ته څنګه قانوني او اسانه لاړ شو؟

چیلک انداز :

بس ساده او سيده  او پرته له پاسپورت او کرايې،

د طیارې ټایر پورې ځان کلک چار اسپه کړه او نور نو پرې ورشېوه شه  !

او د چا د پلار کیسه کې هم مه اوسه  !!!

– افغان بیسیم:

صفحه رسمی افغان بیسیم را لایک نمایید و به قید قرعه برنده موبایل هوشمند شوید.

– چیلک انداز :

ای بابا،  ما و ایقه طالع مفت !

در خانه برای بچه ها گفتیم ، مگر باور آنها هم نیامد و پوزخند کردند   !!!

– هیواد ورځپاڼه :

– شریعت ورځپاڼه : کمک نقدي یونیسف با ١١١هزار خانواده نیازمند.

– چیلک انداز :

امي کاکا یونیسف هم مثلیکه  خوب آدم بود !

– سنتکام :

دو راکت بر پایگاه نظامی آمریکا در سوریه شلیک شد .

– چیلک انداز :

بابا ، دو تا گک راکت چه باشد که اینقدر چیغ و پیغ کنید !!

– زلنسکی :

روسیه نتوانسته راه برای شکست ما پیدا کند .

– چیلک انداز :

مثلیکه تو و پوتین خان  هر دوی تان خوب پخته سلیپ کردین !!!

بی بی سی پښتو :  پاسپورت جوړول .

– پاسپورت ته خو زموږ په کلي کې د تېښتې او ترپ  جواز  سیر وايي !

نو مو خوښه چې اماراتو ته ورتښتئ او که د سعودیانو عربستان ته !!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *