افغانستان

چین: له افغانستان سره د سولې او رغونې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ وايي، د افغانستان د ګاونډیانو تر منځ د همغږي کوونکي په توګه په ګډه د سولې راوستو او بیارغونې ته ژمن دی. نوموړي پرون د دې هېواد په شیان ښار کې د چین او مرکزي اسیا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې چین د قانون د پليتابه، امنیت او دفاع په برخو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د وړتیاوو د لوړولو لپاره له هغوی مرستې ته چمتو دی. ده ویلي دوی به د افغانستان د ګاونډیو په منځ کې له خپل همغږي کوونکي رول نه په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې په ګډه سوله او بیارغونه ترویج کړي. بل‌خوا، د اسلامي امارت ویاند له افغانستان سره د همکاري په پار د سیمې د هېوادونو هڅې ستایي او په‌دې برخه کې د عملي ګامونو پر پورته کېدو ټینګار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د نړۍ د سیاسي تفاهم د رامنځ‌ته کېدو خبره وکړه او د نورو ناورینونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړۍ همکاري مهمه وبلله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *