اقتصاد او رغونه

چین په افغانستان کې پانګونه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په تېر یونیم کال کې چین هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانستان کې د دوه مېلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده. وړمه ورځ هم، یو شمېر چینایي پانګوالو د لمریزې برېښنا او د افغانستان د لویو لارو د بیارغونې په برخو کې د پانګونې په موخه د دغه وزارت له مرستیال سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې، په هوايي ډګرونو کې د خدمتونو او د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخو کې یې تړونونه کړي دي چې د هغه عملي کار پیل شوی دی. بل خوا، په افغانستان کې د چینایي شرکتونو مسوول وایي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې تر شلو زیات چینایي شرکتونه فعالیت لري. په افغانستان کې د یوه چینايي شرکت مسوول یو مینگ خو زیاتوي، که چېرې اسلامي امارت پانګوالو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي نو په افغانستان کې به پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا زیاته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *