ټولنه اوکلتور

چې دا ځینې خلک ولې پر حقايقو سترګې پټوي؟

نه پوهېږم چې دا ځینې خلک ولې داسې دي، سترګې لري، خو بیا هم ړانده دي؟ غوږونه لري، خو بیا هم کاڼه دي؟ پوهېږي، مګر بیا هم ناپوه دي؟ ام… ښه! ښه! اوس راپام شو! دوی خو الله پاک په قرآن کریم کې هم یاد کړي چې فرمایي؛ ژباړه: ((دوی لره زړونه شته، خو پوهه نه شي پرې حاصلولی؛ دوی لره سترګې شته، خو څه نه پرې ویني او دوی لره غوږونه شته، مګر څه نه اوري…)) او د دغې آیت په سر کې یې واضح او صریح فرمایلي چې: یانې زیاتره د پېریانانو او انسانانو داسې دي چې زړونه لري خو پوهېږي نه او…
الله پاک چې په دې هکله وضاحت ورکړی، نو بیا یې په پای کې دا هم پسې فرمایلي چې؛ ژباړه: ((دغه خلک داسې دي لکه [انعام] یانې چارپایانو غوندې ، بلکې تر هغوی هم بدتر دي. ۱۷۹ آیة /سورة الاعراف)) که څه هم چې یاد صورت الحال د کفارو په هکله راغلی، نو کفر مطلق د حق پټولو ته وایي او الله پاک دا هم فرمایلي چې: یانې تاسو حق ته د باطل پوښ مه ور اغوندئ، چې ګواکي بیا یې تر منځ تشخیص او تفکیک سخت شي او تاسو حق پټوونکي وګڼل شئ.
نو خبره مې کوله: قسم پر الله چې د ۱۴۰۰ کال د وږي له نهمې نېټې را پدېخوا زموږ په ګران افغانستان کې ډېر څه له منفي څخه مثبت ته واوښتل؛ ټولې وزارتخانې، لوی ریاستونه او لویې ادارې په ډېر شوق او علاقې سره د هېواد د پرمختګ لپاره هڅې کوي.
زیاتره مجاهد کارکوونکي چندان رسمیاتو ته نه ګوري؛ ګواکي په غیر رسمي وختونو کې هم کار کوي.
هو! موږ په ریښتیا سره مثبتې خوا ته روان یو ان شاءالله او پر دې نکته اوس هر څوک پوهېږي، مګر تعصب ځینې خلک ابوجهل غوندې ګرځولی دی ! وایي چې دغه ستر متعصب کافر به ویل؛ وایي: زه ښه پوهېږم چې قرآن کریم د بنده خبرې نه بلکې د الله خبرې دي او اې! وایي دا خبره به یې هم کوله چې؛ محمد (صل الله علیه و آله و سلم) دروغ نه وایي، نو یقین لرم چې دا سړی الله را لېږلی، مګر زه یې نه منم! نو ممکن دغه سرکشه انسان ته له همدې امله سردار د عالم (ص) پلار د جهل لقب ورکړی وي، کنه نو اصل نوم خو یې (عمر) او کنیه یې اب الحکم و؛ مګر زموږ خواږه پېشوا به ابوجهل ورته ویل.
یانې دی په هر څه پوه و، خو بیا به یې هم د خدای برحقه نبي نه منلو.
ما له خپل مرحوم پلار او زما مشفق استاذ محترم مولوي صاحب څخه اورېدلي چې ویل به یې: رسول الله مبارک الله پاک ته سوال کړی و؛ چې یو له عمرینو څخه مسلمان کړي! مطلب یې حضرت عمر ابن خطاب (رض) او عمر ابن هشام (ابوجهل) وو؛ ځکه چې یو یې ښه جسور، باتور او منطقي څوک و او دا بل بیا سردار د قوم و؛ نو د ده مبارک نظر دا و؛ چې که هر یو یې مسلمان شي نو اسلام ورسره قوي کېږي، چې بیا همداسې وهم وشول. نو مطلب دا چې؛ تر قیامته هم د عمر ابن خطاب اولاده شته او هم د عمر ابن هشام.
له خپل ولایته نه وزم او همدلته ستاسو قضاوت ته ځینې واقعات د نمونې په توګه ږدم!
ګورئ! ستاسو به د کرزي هغه خبره ښه یاده وي چې ویل به یې: (د وردګو خلک په پټاټو ماړه نه دي خو له سالارو یې پل صراط جوړ کړی) که موږ د دغې خبرې تحقیق وکړو او په دقت سره ورته وګورو، نو د دنیا رازونه په کې نغښتي او بلکل پر ځای خبره یې کړې ده، کور یې دې هم ودان وي. په ریښتیا چې زموږ وردګ ډېر غریب خلک دي او همدومره غریب چې ځینې یې په پټاټو (کچالیو) لا سم نه دي ماړه او جالبه دا چې؛ زموږ زیاتره خلک کچالو خوري؛ نو چې دا سړی له دغه رازه بیا چا خبر کړ؟ په هر حال…زموږ زیاتره خلک داسې شته، چې هغه کچالو د کليو له دکانونو اخلي او بیا د شکنې خوند پرې سموي، مګر پر همدغو نیمو وږیو ګېډو یې په ریښتیا هم له سالارو تشبیهاً پل صراط جوړ کړی و.
تاسو چې کله سالارو ته و رسېدئ، نو هلته د لارو دواړو خواوو ته کورونه او باغونه لا دا نارې وهي چې یو وخت کې له دغې ساحې تېرېدل داسې وو لکه پر تاریک او باریک پله چې سړی روان وي.
دلته د سړک له غاړې لوېدیځ لور ته یو کلی دی، چې مليخېل ورته وایي- دا کلی ظالمانو یو مخ و نړولو او بیا یې نو پر دا منځ پوسته هم ورته واچوله، چې لا هم همغسې ګډ وډ پروت دی او تر دې مهاله یوازې یو کور بېرته په کې جوړ شوی، چې ممکن د هغه کور خاوند به نسبتاً نورو ته په اقتصادي توګه یو څه ښه وي؟ او بله دا چې؛ د کور حدود یې هم چندان له نورو سره نه وو ګډ شوي، ځکه خو یې محدوده مشخصه وه او پرته له دعوی جوړ شو.
مګر زه د دغه کلي پر جوړېدو بیخي نه یم خوښ او له مشرانو مې غوښتنه دا ده چې؛ یاد کلی او دغه ته ورته نور کلي لکه د سنګین بازار چې روغ دوکان او کور حتی باغ لا په کې نشته – همداسې ړنګ بنګ وساتي، دېوالونه ترې تاو کړي او بیا یې د جنګي آثارو په توګه حفظ کړي، تر څو دلته د کفر وحشت او د افغانانو مېړانې راتلونوکو نسلونو ته د فرهنګي میراث په توګه ولېږدول شي.
د سید آباد ولسوالۍ د مقر شاوخوا هم همداسې حال و لکه په سالارو کې.
د شیرازي بابا له زیات سره به چې هر مجرم تېرېدلو اندامونه به یې ړپېدل.
د شیخ آباد د پله شاوخوا چې د ډاګبغرۍ، کوډۍ، عزیزالله خېلو، مستوخېلو، قاضي کلا او هاشم خېلو کلي پراته دي- ټول یې پل صراط غوندې وو.
لنډه دا چې د میدان له قراول څخه به چې د جنوب خوا ته مجرمین مازې را واوښتل، نو قیامت به پرې جوړ شو! دلته که ستاسو فکر وي! د لارې ختیځ لوري ته یوه هدیره هم ده! د دغې هدیرې له ساحې به چې پر اشغالګرو او مزدورانو یې ناتار جوړ شو، آن تر عزیز کلا پورې چې نور غزني ته سړی ننوزي دوام درلود.
کوم به یې چې توت ته پورته شول هغوی خو به خپله مخه و نیوله، مګر هغه پاتې به یې تر هغو مړیو لا بدتر وو.
اشغالګر د افغانستان په یوه ولایت کې هم آرام پاتې نه شول او هر ویښ افغان په خپل کلي او کوڅه کې تر خپلې وسې درس ورکړ (الله پاک دې هر چاته د خپل نیت برابر بدل ورکړي) چې که د هر ولایت یوازې یوه واقعه راواخلو هم لوی کتاب ترې جوړېږي! ځکه خو ما یوازې د خپل راته ګران ولایت (وردګو) فقط هغې د تور عمومي سرک اړوندې، یوې نیرنګي نکتې ته اشاره وکړه، چې هغه هم! هغه د مولا بجلي ګر صاحب مرحوم خبره (د کر کرزي) خبرې راپام کړ.
د وردګو د تنګي دره به هم پرېږدم چې د امریکایانو هدیره یادېږي؛ په لسګونو ټانګونه او په لسګونو غربیان د یوې ګړبنې (دوه څرخه / چینوک) الوتکې، چې ټول په دغې ۱۷ کیلومتري دره کې لولپه شول.
مګر نن دا ټول ځایونه د هر هر چا پر مخ خلاص دي او جالبه دا چې؛ نږدې په دغو ټولو ساحو کې اوس د داخلي چکریانو (سیاحانو) فامیلي ناستې جوړې وي او هر سړی له خپل درانه فامیل سره، یو ساعت دوه پکې تېروي او بیا روانیږي، باالخصوص د شیخ آباد د پله څنګ ته او تر پله لاندې، چې تل زما د خوشالۍ اوښکې ورته روانې شي؛ ځکه چې د دغه پله شاوخوا ته د باغونو خاطرات راته رایادېږي او ځوروي مې ! چې نږدې د هرې ونې بیخ، یو وار مقدسو ځوانو وینو خړوب کړی دی او دلته ډېرې چیناري او ګلابي ځوانۍ نذرانه شوې او د همغو وینو برکت نن دلته خوشالیانې را مېلمنې کړې دي؛ ځکه خو د هرات نه تر بدخشانه ، له سرپوله تر خوسته او له جوزجانه تر کونړه چې کوم افغانان مېشت دي او پر دغې سیمه تېریږي، نو یو ځل له خپلو بچیانو سره دمګۍ پکې کوي او له دغې تاریخي آرامې فضا خوند اخلي، چې ځینې خو یې آن له یو عالم خوږو خاطرو او خوښیو ډکه شپه لا هم د یاد سیند پر غاړه تر شنه آسمان لاندې تېره کړي؛ چې دا نو بیا نهایت الهي احسان او خوشالوونکې لحظه ده، مګر ړانده او کاڼه پرې غلي دي.
نو خبره مې دا کوله چې؛ دا ځینې سترګې لري خو د تعصب پردې پرې راغلې.
نن چې همغه ارذال پر همدغه پخواني پل صراط آرام تیريږي، نو باید چې نورې نو پر حق سترګې پټې نه کړي او دا لویه او بې ساري تاریخي لاسته راوړنه دې د سپین لښکر د شازلمو احسان او فداکاري وبولي.
دوی تر موږ ډېر هوسا شول! خو د حق سترګې یې پټې دي.
مطلب موږ ټول باید الله پاک ته پر سجده شو او لږ تر لږ خو سپینو ته تور او تورو ته سپین ووایو.

امین وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *