افغانستان

کابل: د سروبي ولسوالۍ په شنې غونډۍ سیمه کې معیاري بڼ جوړېږي

د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند شنې غونډۍ سیمه کې د معیاري بڼ جوړولو په پار هلې ځلې روانې دي،

د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند شنې غونډۍ سیمه کې د معیاري بڼ جوړولو په پار هلې ځلې روانې دي، چې په یاده سیمه کې د مېوو معیاري بڼ جوړ کړي. د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د دې ولایت په سروبي ولسوالی کې د کرنې اړوند د پراختیایي پروژو چارې په چټکۍ روانې دي.

اخوا د کابل د سروبي ولسوالی د کرنې مدیریت چارواکي وایي، چې د روپاني فاونډیشن له خوا د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کرنې اړوند پراختیایي پروژې چارې ګړندۍ روانې دي، چې یوه یې هم په شنه غونډۍ کې د معیاري بڼ جوړول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *