افغانستان

کابل: په شهرنو پارک کې سلګونه نیالګي کېنول شول

د شنو سیمو د پراختیا او کابل ښار د زرغونتیا په موخه، تیره ورځ د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري، په شهر نو پارک کې سلګونه نیالګي کینول شول. د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې اړه وویل چې په دې پارک کې د راز راز نیالګیو له کېنولو سربېره، زینتي بوټي او د مرسل ګلان هم کېنول کېږي.
د نوموړي په خبره د چمنونو په کرلو سره به ددغه پارک زرغونتیا هم پراختیا ومومي. د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل کې د لسګونه زره نيالګيو د کېنولو پلان لري او ټاکل شوې ده، چې ياد پلان د روانې مياشتې تر وروستيو ورځو پورې عملي شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *