کابل ښاروالۍ په برېښنایي بڼه د املاکي سندونو د ثبت او راجسټر لړۍ پیل کړه
د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست، د دولتي او شخصي املاکو د سندونو خوندیتوب او د آرشیف جوړولو په موخه، په برېښنايي بڼه د ثبت او راجستر لړۍ پیل کړه.
د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست، د دولتي او شخصي املاکو د سندونو خوندیتوب او د آرشیف جوړولو په موخه، په برېښنايي بڼه د ثبت او راجستر لړۍ پیل کړه. کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ زیاته کړې، چې تر دې وړاندې به د املاکو سندونه په غیرمنظمه توګه په کڅوړو کې ساتل کېدل، چې د خرابېدو او له منځه تللو امکان یې ډېر وو.سرچینې همدارنګه ویلي، چې د یوه منظم سیستم د نشتون له کبله، له یوې خوا د سندونو په پیدا کولو کې ډېر وخت ضایع کېده، او بل خوا ښاریان او مراجعین له ګڼوستونزو سره مخ کېدل.
اوس مهال ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د املاکو سندونو د خوندي کېدو په موخه، د ثبت او راجسترکېدو تر لړۍ وروسته په پام کې ده، چې د یاد ریاست له آرشیف څخه یو ډیټابیس یا معلوماتي بانک جوړشي.
د دولتي او شخصي املاکو له ثبت او راجسترسربېره، ټاکل شوې ده، چې د کابل ښارد ۲۲ ګونو ناحیو په کچه د وېش وړسپینې نمرې، وېشل شوې نمرې، ستونزه لرونکې او بېرته راګرځول شوې نمرې هم په یاد سیسټم کې ثبت شي.