افغانستاناقتصاد او رغونه

کابل ښار کې درې لویې پروژې پلی کېږي

د ریاست الوز را اقتصادي معاونیت وايي، چې د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس د ۷۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ درې پروژې پلې کوي. له دغو پروژه یوه د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند په درېیم مکرویانو کې د هستوګنیز او سوداګریز مرکز جوړولو پروژه ده چې پر ۱۶۳۰ متر مربع ځمکه د ۳۹۲ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي د خبرپاڼې له مخې دویمه پروژه د کابل ښار لومړۍ ناحيې اړوند سيمه کې د افغانستان د وچې مېوې د نندارتون او بازارموندنې لپاره د معياري مرکز جوړولو پروژه ده چې په ۲۱۴۲ متر مربع ځمکه کې د ۲۳۴ میلیون افغانیو په لګښت جوريږي. درېیمه پروژه هم د کابل ښار لومړۍ ناحيې اړوند سیمه کې د افغانستان د وچې مېوې د بسته بندۍ او بازارموندنې لپاره د معياري مرکز جوړولو پروژه ده چې په ۵۷۳۲ متر مربع ځمکه کې د ۱۵۴ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *