افغانستان

کابل ښار کې د موټرو د تورو ښیښو پاکولو بهیر روان دی

په کابل ښار کې د موټرو د تورو ښیښو پاکولو بهیر پیل شوی دی.امنیه قومندانۍ وايي، هغه موټر چې د تورو ښیښو قانوني اسناد ونه‌لري؛ له ښيښو به یې تور فلمونه پاک شي.بل‌خوا، یو شمېر موټر چلوونکي او د کابل ښار اوسېدونکي د اسلامي امارت دغه کار ستایي او وايي، قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي.امنیتي چارواکي وایي، د تورو فلمونو پلورونکو ته خبر ورکړل شوی دی چې تر دې وروسته دغه فلمونه و نه پلوري.
د کابل د امنیه قوماندنۍ چارواکي پر دې باور دي، چې د تورو ښيښو په پاکولو سره به په کابل کې د جنایي جرمونو کچه راټيټه شي، ځکه په وینا یې تر دې وړاندې یو شمېر کسانو له د موټرو له تورو ښيښو نه په ناړه ګټې اخیستنې سره په جنایي جرمونو لاس پورې کاوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *