افغانستان

کابل کې د قرآنکریم د حفظ او تلاوت ۱۱ دوره پای ته ورسېده

شریعت: د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د غوره حافظانو د پېژندلو او معلومولو په موخه د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ او تجوید یوولسم پړاو سیالۍ، چې څه موده وړاندې د کابل ښار په نواحیو او په ټول هېواد کې پیل شوې وې پرون پای ته ورسیدې.

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب د قران کریم د حفظ او تجوید د ملي سیالیو د یوولسمې دورې په تړاو د وینا پر مهال زیاته کړه: زموږ نننۍ غونډه د هېواد په کچه د یادې سيالۍ د برياليتوب له امله چې څه موده وړاندې په لاره اچول شوې وې، د هېواد د ټولو ولايتونو څخه په کې محترمو حافظانو برخه اخيستې وه او وروسته د دې سیالۍ ګټونکي وپیژندل شول او اوس دوی ستایل کیږي او وروسته به په نړیوالو سیالیو کې د ګډون له لارې زموږ لپاره ویاړ او ښه نوم ترلاسه کړي.

ښاغلی ثاقب ګډونوالو ته په خطاب کې ټینګار وکړ، چې محترم حافظان زمونږ د ملت ستره سرمایه ده او باید د ولس، استادانو او والدینو لخوا ورته درناوی وشي. او له حافظانو مو غوښتنه دا ده چې نه يوازې د قرآن کريم حفظ او تجويد وکړﺉ، بلکې د قرآن کريم مفاهيم، مسايل او احکام هم زده کړﺉ او د علم حاصلولو ته زياته پاملرنه وکړﺉ او ځانونه عالمان وګرځوﺉ.

د غونډې پای کې ممتازو قاریانو ته ستاینلیکونه او نغدې جایزي هم ورکړل شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *