افغانستان

کابل کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د چرګانو یو فارم جوړ شوی

په کابل کې د یوه افغان پانګوال او یوې بهرنۍ موسسې په همکارۍ ‌‌د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت په شل جریبه ځمکه د چرګانو فارم جوړ کړی او نږدې ۳۰ کسانو ته یې د کار زمینه پکې برابره کړې ده. په دغه فارم کې پر یوه وخت ۶۰ زره

چرګان پالل کېږي. نوموړی سوداګر وايي، هیله مند دی چې په نږدې راتلونکي کې به وتوانیږي، چې خپله د فعالیت ساحه ولایتونو ته هم پراخه کړي. تر څو په دې برخه کې د ځان بساینې تر څنګ نورو خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي. په دغه فارم کې په کار بوخت کسان وايي، چې په خپل وخت د چرګانو واکسین او د نورو ګڼو اړتیاوو په پام کې نیول لامل شوی چې د چرګانو تلفات تر پنځه سلنې راکم کړي. د کرنې وزارت ویاند وايي، چې افغانستان د چرګانو د غوښو او هګیو په برخه کې پرځان بساینې ته نه دی رسېدلی او دوی اړ دي چې دې برخه کې اړتیاوې له بهره په وراداتو پوره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *