افغانستاناقتصاد او رغونه

کابل کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یو سړک جوړولو چارې پیل شوې

شریعت: کابل کې د دارالامان او ده دانا سیمو ترمنځ د غځېدلي سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاري او ترانسپورټي زېربناوو ته د ښاریانو د لاس رسي په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري له ده دانا تر درالامان پورې د ۶۱۰ متره په اوږدوالي او د ۳۱ مترو په پراخوالي د سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
خبرپانه کې راغلې، چې د سړک سربېره په یاده پروژه کې د پلو لارو، د بایسکیل ځغلولو لیکو او ګلدانونو جوړول هم شامل دي، چې چارې به یې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت تر راتلوونکو ۷ میاشتو پورې بشپړې شي.
خبرپانه زیاتوي، چې د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو ریاست انجنیران به پر وخت د یادې پروژې له کیفیت او څرنګوالي څخه فني او تخنیکي څارنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *