کابل کې لسګونه تنه له یوې دیني مدرسې فارغ شول
په کابل کې د عبدالله بن المبارک (رح) له دینې مدرسې څخه ۱۳۰ تنه د لویې او وړې دورې له دیني زده کړو څخه فارغ او د دستار بندۍ مراسم یې ترسره شول.
یاده فراغت غونډه د کابل ښار اړوند د قابل بای ساحه کې په ګرین ویلیج نومي مرکز د عبدالله بن المبارک (رح) په دیني مدرسه کې ترسره شوه.
په دغه فراغت غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي او یو شمېر نور علماوو ګډون درلود.
په دغه مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور وویل: چې ګرین ویلیج د بهرنیو یرغلګرو هغه لوی مرکز ؤ، چې پکې به د افغانانو د شهیدانولو پلانونه نیول کېدل اما نن ورځ د شکر ځای دی، چې په هر فتح شوي مرکز مرکز عالمان روزل کېږي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د مشرانو تر منځ هیڅ نوعه اختلافات نشته او د دغه نظام مشران په هر ډول حالاتو کې د خپل امیر اطاعت کوي.
په دغه مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي وویل: چې د هیواد بچیانو قربانۍ ورکړې، د همدوی د قربانیو په نتیجه کې رب تعالی زموږ فتح په نصیب کړه؛ چې اوس مهال د هیواد په ټولو هغو لویو مرکزونو کې چې مخکې به پکې فحشا او عیاشي روانه وه، اوس پکې دیني مدرسې جوړې شوې او د وطن بچیان پکې روزل کېږي.
همداراز نوموړي زیاته کړه، چې تعلیم د هر افغان حق دي او اسلامي امارت دې ته ژمن دی، چې هیوادوالو ته په دیني او عصري برخو کې د تعلیم زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار اړوند د قابل بای په ساحه کې ګرین ویلیج د بهرنیو یرغلګرو یو لوی مرکز ؤ، چې اوس مهال پکې د عبدالله بن المبارک (رح) تر نامه لاندې یوه دیني مدرسه فعالیت کوي او په سلګونه کسان پکې دیني زده کړې ترلاسه کوي.