افغانستان

کابل کې له ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د سون توکو مرسته وشوه

د ګلبهار په نوم یوه خیريه بنسټ پرون په کابل کې له ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د سون توکو مرسته وکړه.

د ګلبهار په نوم یوه خیريه بنسټ پرون په کابل کې له ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د سون توکو مرسته وکړه.

د یاد بنسټ د رسنیو مسوول او ویاند محمد عمر ځواک وايي، چې دغه ۲۰۰ کورنیو سروې په تېرو ۲ میاشتو کې د یوې شفافې پروسې په لړ کې ترسره شوې او په پایله کې يې مستحقې ګڼل شوې دي.

د ځواک په خبره د سون توکو د مرستې په دغه لړۍ کې هرې اړمنې کورنۍ ته ۸۰ منه لرګي ورکول کېږي، ترڅو د روان ژمي په موسم کې ترې د کورنو د ګرمونو په موخه کار واخلي.

سرچینې زیاته کړه؛ ګلبهار بنسټ هڅه کوي تر څو په روان ژمي کې د نورو اړمنو هېوادوالو لاسنیوی هم وکړي او په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې له شاوخوا ۸۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره هم مرسته وکړي.

محمد عمر ځواک ټینګار وکړ، چې د مستحقو او اړمنو کورنیو د تشخیص په برخه کې په پوره روڼتیا سره سروې تر سره کېږي او په دې برخه کې به چاته د واسطې جوړولو او پېژندګلوی پر بنسټ د مرستې اخیستو اجازه ورنکړي.

یاد بنسټ تر دې وړاندې په کابل کې وزګارو ځوانانو ته د کاري زمینې د رامنځته کوولو په موخه د کېکو او کلچو یوه تولیدي کارخونه هم پرانیسته چې له کبله يې لسګونو کسانو ته يې د کار زمینه برابره کړې وه.

په ورته وخت کې یو شمېر بې وزله کسانو، چې نن يې د سون توکو مرسته ترلاسه کړه له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د اقتصادي ستونزو له کبله د کورونو د ګرمولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او په دې سره به يې دغه ستونزه تر یوه بریده حل شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه بنسټ درې میاشتې وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم له لسګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *