افغانستاناقتصاد او رغونه

کابل کې یوه کارخونه د ورځې ۲۶۰ مټریک ټنه اوړه تولیدوي

د کابل د څرخي پله په صنعتي پارک کې د اوړو د تولید د کارخونې مسؤلین وايي، چې په ورځني ډول ۲۶۰ مټریک ټنه اوړه تولیدوي او دغه راز ۲۵۰ کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده. د دوی په خبره، چې ټول تولیدات یې په نړیوالو سټنډرډونو برابر دي. د اوړو د تولید په دې کارخونه کې په کار بوخت کسان وايي، چې خوښ دې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې ده. دوی له حکومت او پانګوالو څخه غواړي، چې په دې برخه کې دې لا ډيره پانګونه وکړي، تر څو له یوې خوا ځوانانو ته کاري فرصتونه را منځته شي او بل خوا هیواد پر ځان بسیا شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *