افغانستانروغتیا

کابل کې یو ۱۳۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند په شمالي دروازه کې یو ۱۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 یاد روغتون پرون د کابل ښارالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري په داسې حال کې چې، د عامې روغتیا وزارت مسئولانو او د یادې ناحیې اوسېدونکو هم ګډون درلود د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

مولوي منصور د دغه روغتون د پرانیستې پرمهال وویل چې، کابل ښاروالۍ د کابل د شمال زون ښاریانو لپاره د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یادې ودانۍ ځمکه د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړې ده.د نوموړي په وینا کابل ښاروالي یوه لویه خدماتي اداره ده او له نورو ادارو سره د عامه تاسیساتو په جوړولو او د زیربنايي پروژو په پلي کولو کې مرسته کوي.

 د کابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالشافي وویل چې، د دې ۱۳۰ بستریز روغتون له لارې به د کابل ښار د شمال زون ښاریانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي او ډاډ یې ورکړ، چې په یاد روغتون کې به تکړه او تجربه لرونکيډاکتران پر دندو وګوماري وي.

د یادونې وړ ده، چې یاد روغتون د کابل ښاروالۍ په ملکیت کې د عامې روغتیا وزارت په لګښت جوړ شوی او په عصري روغتیايي وسایلو سمبال دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *