افغانستاناقتصاد او رغونه

کانونو وزارت: تېر کال ۸۰ کانونه د استخراج لپاره په قرارداد ورکړل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کوچنیو او لویو کانونو د سروې او بلاک بندۍ لړۍ پیل شوې چې په مسلکي استخراج او پروسس سره به یې اقتصادي پرځان بساینې او صنعتي کېدو ته لاره هواره شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، په تېر کال کې د ۸۰ کوچنیو کانونو د استخراج لپاره کورنیو شرکتونو ته قرادادونه ورکړل شوي دي. د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، افغانستان ۱۴۰۰ پېژندل شوي کانونه لري او د مارکېټ واچ د اطلاعاتو پر بنسټ ارزښت یې هم ۱۱ اعشاریه ۵ ټرېلیونه ډالره اټکل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *