افغانستان

کاپیسا کې د ۱۱۷ پروژو چارې پیل شوې

د کاپیسا په کوهستان حصه اول او حصه دوهم ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د ټولنیز معیشت پروګرام تر چتر لاندې د څه باندې ۱۰۶ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۱۷ پراختیايي پروژو چارې شوې.
د یادو پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییسمفتي سید ابرار محمدي وویل، چې دغه پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۰۶ میلیونو، ۴۲۷ زرو او ۳۰۳ افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په کې د کانالونو پاکول، د سړکونو بیارغونه او جغل اچونه، د استنادي دېوالونو او د پُلګوټو جوړل شامل دي.
محمدي زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې به ۶ زره ۲۲۹ ماهرو او غیر ماهرو کسانو ته کار زمینه برابره او هم به ۶۷۴ معلولو، بې سرپرسته مېرمنو او لوړ عمر لرونکو کسانو ته د ۱۰ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو بستې ووېشل شي.
هېره دې نه وي، چې پرون ورځ هم د نورستان په واما، برګمټال، دواب او نورګرام ولسوالیو کې د افغانستان لپاره ټولنیز معیشت پروګرام تر چتر لاندې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۰۵ پراختيايي پروژو چارې پیل شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *