افغانستان

کرنې وزارت د پيازو لپاره زېرمتونونه جوړوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تېر کال په ټول هېواد کې د ۵۴۱ زره ۲۲۵ مټریک ټنو پیازو د حاصلاتو خبر ورکړی دی.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د راټولو شویو شمېرو له مخې، تېر ۱۴۰۱ کال په ټول هېواد کې ۵۴۱ زره او ۲۲۵ مټریک ټنه پیاز راټول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر کال د هېواد په کچه کروندګرو پر ۳۰ زره ۴۷۰ هکتاره ځمکه کې پیاز کرلي وو، چې د ننګرهار، پروان، فراه، تخار، بغلان، بلخ، کابل، کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو کې تر ټولو ډېر کښت او حاصلات ترلاسه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د پیازو د تولید او زېرمه کولو په برخه کې د هېواد له خصوصي سکتور سره په همکارۍ کوچنۍ او لویې زېرمې فعالې کړي، ترڅو وکولای شي خپل محصولات په مناسب وخت بازار ته وړاندې کړي.
هېره دې نه وي، چې له دې مخکې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۴۰۱ کال کې د ۵۸ زره ۹۳۰ مټریک ټنه بېڼدیو حاصلات د راټولو خبر ورکړی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *