افغانستاناقتصاد او رغونه

کندز کې تېر کال سلګونه پراختیايي پروژې پلې شوي

د کندز د اقتصاد ریاست مسولین وايي، چې تېر کال د دغه ولایت د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې د ۲۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰۰ پراختیايي پروژې پلې شوې دي.
د دغه ولایت د اقتصاد رییس قاري دین غلام اسامه وویل، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې ۲۰۰ پراختیايي پروژې په مرکز سربېره، ټولو ولسواليو د کورنیو او بهرنیو موسسو لخوا د پوهنې، روغتیا، پراختیايي، کرنې کار او ټولنيزو چارو برخو کې پلې شوې دي.اسامه زیاته کړه، چې د یادو شویو پروژو په پلې کېدو سره ۵ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، او په سلګونه زره خلک له دې پروژو څخه برخمن شوي دي.
نوموړي وویل، چې یادو همکارو موسسو پراختیايي برخو کې کانالونه، پلونه، د ښوونځيو جوړول او بیارغونې چارې ترسره شوې دي.
هغه له ټولو موسسو څخه غوښتنه وکړه، چې اوسمهال په هېواد کې بیا په ځانګړي ډول کندز کې ډاډمن امنیت په کتو سره په دغه ولایت کې پراختیایي پروژې پلې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په کندز کې شاوخوا ۷۰ کورنۍ او بهرنۍ موسسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *