افغانستان
کندز کې د کرنیزې پراختيا صندوق ودانۍ جوړه شوه
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د کرنیزې پراختيا صندوق ودانۍ د ۱۴۰زره امریکايي ډالرو په لګښټ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي امانالله حسن وویل، چې دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د MSF یا بې پولې ډاکټرانو لخوا د ۱۴۰زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د یو جامع جومات د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه، چې پرې شاوخوا ۲میلیونه افغانۍ لګښت راځي.