کندز کې د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت صنعتي کمپلکس جوړېږي
په کندز کې د یوه سوداګر له لوري د لس مېلیونه ډالرو په ارزښت د یوه صنعتي کمپلکس د جوړولو چارې پیل
په کندز کې د یوه سوداګر له لوري د لس مېلیونه ډالرو په ارزښت د یوه صنعتي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې. د کندز سیمهییز مسوولین وایي، په دې کمپلکس کې چې پر اویا جریبه دولتي ځمکه جوړېږي، د وریجو او اوړو د پروسس په ګډون، څلور کارخونې فعاله او سلګونه کسانو ته به پهکې د کار کولو زمینه هم برابره شي. په همدې حال کې په کندز کې یو شمېر سوداګر او د صنایعو او کانونو ټولنه، د دې صنعتي کمپلکس له جوړېدو خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې د پانګهوالو د ملاتړ او د سوداګریزو فعالیتونو د پر مخ وړلو په موخه باید په دغه ښار کې یو صنعتي ښارګوټي جوړ کړي. په کندز کې داسې مهال دغه صنعتي کمپلکس جوړېږي چې په وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د وزګارۍ، بېوزلۍ او ناچارۍ کچه لوړه شوې ده او خلک هیلهمن دي چې د دې کمپلکس جوړېدو سره به زیات شمېر وګړي د کار و بار خاوندان شي.