افغانستان

کندز کې د ۲۰۰ معتادینو درملنه شوې

د کندز د عامې روغتيا رياست د روږدو کسانو د ۸۰ بستريز روغتون مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې په تېرو دریو میاشتو کې په نشه يي توکو د روږدو ۲۰۰ کسانو درملنه کړې ده.
د دغه روغتون مسؤلینو په وینا، چې په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له ۴۵ ورځو درملنې وروسته خپلو کورونه ته ستانه شوي او اوس هم ۹۰ تنه په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په همدې حال کې څو روږدو کسانو له له خپلې درملنې خوښي ښيي او دې برخه کې د ځایي مسوولینو
هڅې ستایي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *