اقتصاد او رغونه

کندز کې لسګونه کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

شریعت: د کندز د چاردرې ولسوالۍ په چاري کلي کې د خلکو لپاره د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ۲۵۰ کیلو ولټه په ظرفیت د برېښنا یو ترانسفرمر ګټې اخیستنې ته وسپارل شوی.
د دغه ترانسفرمر د پرانېستلو په مراسمو کې د کندز د برېښنا رییس شهدالله نسيم د دغه کلي له اوسېدونکو وغوښتل، چې د جوړو شویو ترانسفرمر د ساتنې او څارنې لپاره هڅې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه ترانسفرمر په نصبولو سره شاوخوا۶۰ کورنيو ته د برېښنا او ۴۷۳ جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *