افغانستان

کندز کې څه د پاسه ۴۲ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۴۲ زره ۵۵۹ جریبه دولتي ځمکه یې د دوو میاشتو په موده کې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۴۲ زره ۵۵۹ جریبه دولتي ځمکه یې د دوو میاشتو په موده کې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالداری رییس مولوي امان الله حسن د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې  له دې وړاندې د مرکز په ګډون د یاد ولایت په قلعه زال او امام صاحب ولسوالیو کې څه ناڅه ۱۷۰ زره غصب شوې دولتي ځمکې تثبیت کړې چې له منځه یې ۴۲  زره ۵۵۹  د غاصبینو له منګولو یې خلاصه کړې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د یادو غصب شویو ځمکو په تور یو شمېر غاصبین نیول شوي، چې دوسیې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *