افغانستان
کندز کې ۹ تنه ونیول شول
د کندز امنیتي مسوولینو د بېلابېلو جرمونو په تور د ۹ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د کندز د امنیې قومندانۍ مسؤلین وایي، چې یاد کسان د مرکز درېیمه، پينځمه امنیتي او آقتاش ولسوالۍ کې د غلا، د کورڅخه د تېښتې او جوارګرۍ په تور نیول شوي دي. د مسؤلینو په وینا، د نیول شويو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.