افغانستان

کندهار ته د بهرنيو سيلانیانو ورتګ زیات شوی

کندهار ولایت ته په يوه ورځ کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۵ سېلانیان راغلي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتوررئیس مولوي انعام الله سمنګاني وایي، چې تېره ورځ يې په دغه ولایت کې د بېلابېلو هېوادونو له راغلیو سیلانیانو سره لیدلي دي.

سمنګاني وویل، چې دغه لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد هم شتون درلود.

سمنګاني زياته کړه، چې کندهار ته راغلي سېلانیان له بېلابېلو هېوادونو څخه دي، چې شمېر يې ۱۵ ته رسېږي، دوی غواړي د کندهار تر څنګ د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه هم ليدنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *