افغانستان

کندهار کې د وړیو راټولولو مرکزونه جوړېږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې د پسونو د وړیو راټولولو مرکزونه جوړېږي، چې له دې لارې به یې شاوخوا زر تنه په کار وګومارل شي.د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو محصولاتو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وایي، چې د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د D C A موسسې په مالي لګښت په ارغنداب، معروف، خاکرېز، پنجوایي، میوند، تخته پل، ژړۍ او شاولیکوټ ولسوالیو کې د پسونو او وزو د وړیو راټولولو مرکزونه جوړېږي.موسی زیاتوي، چې دا لومړی ځل دی، چې په ولسوالیو کې خلکو ته په دغه برخه کې د کار زمنیه برابرېږي او تر څنګ به یې د مالدارانو او کوچیانو د پسونو او وزو وړۍ په ښه بیه خرڅېږي.هغه وویل، چې په یادو مرکزونو کې وړۍ راټولېږي او وروسته د نساجي فابریکې ته د بسته بندۍ لپاره استول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *