دینې لیکنې

که رســـول الله ﷺ تـه يـــوه خـبـــره لېــږې؟

د يرموک په غزا کې يو زړور او پهلوان رومي کافر را وړاندې شو او ويې ويل چې له ما سره کوم مسلمان مقابلې ته چمتو دی؟
يو نامعلوم هلک چې عمر يې تر شل کلنۍ نه و تېر؛ د مسلمانانو مشر ابو عبيده ابن جراح(رض) ته وويل: زه غواړم چې د الله تعالی
د يو دښمن په وژلو زړه يخ کړم، د الله تعالی په لاره کې ځان قربان کړم په دغه اميد چې الله تعالی شهادت را په برخه کړي؛ نو ايا ته اجازه راکوې؟
دې الفاظو ابو عبيده (رض) حيران کړ او د مبارزې اجازه يې ورکړه. مبارزې ته د وتلو پر مهال (چې د نوموړي وروستۍ شېبې وي او د شهادت په ابدي سفر روان و) ابو عبيده ته يې وکتل او ورته يې وويل (( ايا رسول ﷺ ته يوه خبره لېږې؟)) ابو عبيده په دې خبره دومره وژړل چې ږيره يې لمده شوه، له هغه وروسته يې وويل: رسول الله ﷺ ته زما سلامونه وايه او ورته ووايه چې له تا وروسته موږ هغه څه ترلاسه کړل چې له موږ سره رب تعالی وعده کړې
وه! په مسلمانانو کې نامعلوم، خو الله تعالی ته ښه معلوم هلک د هغه رومي کافر مقابلې ته ور وړاندې شو، هغه يې وواژه، آس او سلاح يې مسلمانانو ته غنيمت راوړو. دوهم ځل بيا ور وړاندې شو او غږ يې کړ: څوک مبارزې ته چمتو دي؟
دوهم کافر ورته را وړاندې شو، هغه يې هم وواژه، دريم او څلورم يې همداسې ووژل، خو د پنځم کافر په راتګ سره د هلک اجل او له رسول الله ﷺ سره دليدنې وخت را نږدې شو، کافر يې غاړه ووهله او په ځمکه را پرېوت. سپيڅلې روح يې د شنو مرغانو په سينو کې د جنتونو په لوري پرواز وکړ او رسول الله ﷺ ته يې د ابو عبيده رض پيغام ورساوه (انا لله وانا إليه راجعون) ماځذونه:[مائة من عظماء التاريخ][قصة الإسلام]

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *