افغانستان

کونړ کې لسګونه میله وسلې ونیول شوې

په ختيځ زون کې د ملي دفاع وزارت له لوري د وسلو راټولولو ټاکل شوي کمېسيون د کونړ په دانګام کې ۳۳ ميله سپکې وسلې او ګڼ شمېر نظامي تجهيزات نیولي دي.
د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي وویل، چې په ختيځ زون کې د وسلو راټولولو کمېسيون رییس مولوي سعيدالله رضوان او

غړو یې د کونړ ولايت د دانګام ولسوال ابو حمزه او مسوولينو په همکارۍ ۳۳ ميله وسلې چې په کې ۲۴ميله اېم ۱۶، یو ميل پيکا، یو ميل درازنوف، ۷ کلاشينکوفونه او يوه اندازه نظامي تجهيزات نیولي دي.
محمدي زیاته کړه، چې نیول شوې وسلې او نظامي تجهزات له رسمي چارو وروسته د یاد پلاوي په حضور کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د وسلو زېرمه کې ځای پر ځای شول.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د یاد کمېسیون له لوري لسګونه میله وسلې او مهمات نیول شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *