روغتیا

یونیسف او روغتیايي خدماتو موسسې روغتیا وزارت سره هلې ځلې لا ګړندۍ کوي

شریعت: د یونیسف ادارې او د روغتیایی خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو د عامې روغتیا له وزارت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت تیره ورځ د یو خبرپانې په خپرولو سره وویل چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد پرون په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان له مسئولینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د چارو د همغږۍ او په روغتیايي برخه کې د همکاریو په لا پياوړتیا بحث او خبرې وشوې. همداشان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د یونسیف ادارې له استازي فرانک او د روغتايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له استازو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
ډاکټر عباد په دغه کتنه کې د روغتيايي خدمتونو پر ښه والي او د عامې روغتیا وزارت، یونیسف ادارې او د روغتيايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو ترمنځ پر لا همغږۍ خبرې وکړې.
د یونیسف ادارې او د روغتايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو استازو د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به هلې ځلې ګړندۍ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *