افغانستاناقتصاد او رغونه

یونیسف په نورستان کې له ۲۴زره ماشومانو سره نقدي مرسته کوي

د نورستان والي حافظ محمد آغا حکیم د یونیسف ختیځ زون له مشر ابراهيم کانتي، د دغه موسسې د پروګرامونو له مالي مسولې ماري، د پوهني برخې مشرې جینیټ او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې ابراهیم کانتي وویل، چې په دغه ولایت کې له ۲۴ زره هغه ماشومانو سره نغدي مرسته کوي، چې د بې وزلۍ له امله له زده کړو محرومه پاتې شوي وي.
کانتي زیاته کړه، چې په دغه مرسته کې به د هر بې وزله ماشوم کورنۍ ته ١٠ زره ٥٦٠ افغانۍ ورکړل شي. نوموړي وويل، چې نورستان د خیتځ زون په کچه محروم ولایت پېژندل شوی، چې ډېری وګړي یې له ګنو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د یادو نغدي مرستو سربېره به په دغه ولایت کې ګڼې پراختيايي پروژې هم پلې کړي.
ورته مهال په دغه کتنه کې د نورستان والي حافظ محمد آغا حکیم د زده کړو برخه کې د یادې ادارې مرستې ارزښتمنې وبللې او ترې ویې وغوښتل، چې د مسلکي ښوونکو په روزنه، د ښوونځیو د ودانیو په جوړولو او نورو اړینو برخو کې خپله همکاري دوامداره وساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *