افغانستاناقتصاد او رغونه

یوه چینايي کمپنۍ د افغانستان په کانونو کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي

چینایي کوچین کمپنۍ وايي، که د افغانستان د ليتيم كان كېندنې قرارداد دوی ته وسپارل شي ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه په کې کوي او هم په سالنګ کې یو بل نوی تونل جوړوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست د کوچین کمپنۍ له استازي سره په خپل دفتر کې وکتل. سرچینه كاږي د یادې کمپنۍ استازي د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه د افغانستان د لیتیم په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه او ويې ويل غواړو چې د افغانستان د لیتیم په کانونو کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړو چې له دې سره به ۱۲۰ زره تنو ته په مستقیم او تر یو میلیونه تنو پورې په غیر مستقیم ډول د کار زمينه برابره شي. سرچینه زیاتوي، دغه چينايي کمپنۍ دغه راز وړانديز وکړ چې که د لیتیم کان کېندنې قرارداد دوی ته وسپارل شي، دوی به د اوو مياشتو په موده کې د سالنگ تونل ترمیم کړي او په سالنګ کې به یو بل نوی تونل جوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *