اقتصاد او رغونه

یو انګلیسي پانګه وال د افغانستان پر کانونو د پانګونې غوښتنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د انګلستان له یو پانګه وال «درن هاشین» سره کتلي دي.د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي په دې کتنه کې دواړو لورو، د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې، د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو او زمینو برابرولو او د بهرنیو پانګه والو د هڅونې او جذب په اړه خبرې کړې دي.په دې کتنه کې، درن هاشین، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې غوښتنه کړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د کانونو د قانون او مقرراتو له مخې د لازمې همکارۍ ژمنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *