افغانستان

۱۴میلیونه ډالر ليلامېږي

د افغانستان بانک ١۴ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
یاد بانک په خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي، چې د افغانستان بانک نن د روان کال د غبرګولي په ۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، ١۴ ميليونه امریکايي ډالره د ليلام په ډول پلوري.
سرچینې همدارنګه په شرايطو برابر صرافانو او سوداګریزو بانکونو ته بلنه ورکړې، چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او په وینا يې د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
د افغانستان بانک په خپله ټويټرپاڼه همدارنګه ليکلي، چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *