افغانستان

۴ ټانکره بې کیفیته ګاز بېرته ازبکستان ته مسترد شول

شریعت: د سټنډرډ ملي ادارې ۴ ټانکره بې کیفیته ګاز بېرته ازبکستان هېواد ته مسترد کړ.
یادې ادارې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، یاد ټانکرونه چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، د آقینې بندر له لارې بېرته ازبکستان مسترد شول.
خبرپاڼه کې راغې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته سون توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د لومړي ځل لپاره ۳ ټانکره بې کیفیته هایدرولیک هم د یادې ادارې له لوري بېرته ایران هېواد ته مسترد شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *